د ژوند لاره - راه زندگی

د ژوند لاره - راه زندگی

di Dr. Mohammad Ashraf Ghani
Stagione 1

Human Capital (Part 1) | Dr. Ashraf Ghani

نن په نړۍ کې د ماهر انسان ونډه چې مسلکي مهارت، عملي تجربه او کسبي پوهه ولري، د هغو عواملو په سر کې راځي چې هېوادونه چټکې ودې او سوکالۍ ته رسولی شي. ددغو ماهرو انسانانو مجموعې ته بشري پانګه وایي چې ډېرو هېوادو ورسره په لږو امکاناتو د پرمختګ لاره موندلې ده. فراهم آمدن سرمایه حقیقی بشري تنها به تعلیم مکتبی و رسمی بستگی نه دارد بلکه از طریق کار عملی حاصل شده و توسعه می یابد. تجارب برخی کشورها در این زمینه می تواند برای ما سرمشق شود تا تعلیمات و تحصیلات خود را به نحوی بازنگری کنیم که تاکید بیشتر در آن به جای کمیت بر کیفیت باشد. په دې پودکاست کې د بشري پانګې پر ارزښت خبرې شوي او دا استدلال شوی چې که افغانستان غواړي له وروسته پاتېوالي راووځي، باید خپل لومړیتوبونه دقیق وټاکي، نړیوالې تجربې زده کړې او په لوړو زده کړو کې یوازې په هغو رشتو او څانګو زور واچوي چې د هېواد ظرفیتونه لوړولی شي.

Civilization Capital (Part 2) | Dr. Ashraf Ghani

له ټولو نښو داسې برېښي چې د اسلامي تفکر پنځمه دوره چې مسلمانان په خپله علمي او مسلکي وړتیا بیا باوري کړي، په ټوکېدو ده. دا باورمندي باید موږ افغانانو ته، له هغو عقده یي عکس العملو څخه د لرې کېدو الهام شي چې د هند د نیمې وچې او وروسته بیا د پاکستان مذهبي کړۍ پرې د استعمار له مهاله اخته وې او زموږ ځوانانو ته یې د مهاجرت پر وخت ولېږدولې. نفی برخورد عقده مندانه در برابر دیگران در صدر اسلام، راه برای همگانی شدن این آیین الهی فراهم کرد و نشان داد که دانش و دین متمم همدیگرند. تاکید پیهم من بر داشتن کادر های مسلکی افغان و در عین حال مسلمان برای این بود که جوانان کشور ما با یک سرمایه بزرگ تمدنی که ملت های زیادی را با هم پیوند داده است، وصل باشند. د تمدني پانګې دویمه او وروستۍ برخه کې د اسلامي تفکر په جوړېدو کې د افغان پوهانو پر ونډه او ورسره نورو تړلو مسایلو بحث شوی دی.

Civilization Capital (Part 1) | Dr. Ashraf Ghani

دا څلورمه پېړۍ ده چې مسلمانان او په دې ډله کې افغانان له یوې بدې عقدې نه کړېږي چې له نورو تمدنو سره د راشه درشه او همکارۍ مخه نیسي. دا عقده له اتلسمې پېړۍ چې صنعتي انقلاب لوېدیځ په استعماري ځواک واړاوه او مسلمانانو خپل شتوالی له خطر سره مخامخ ولید، پیلېږي. اما بیرون آمدن ازین عقده تاریخی یک نیاز مبرم است تا مسلمانان در مجموع و افغانها به خصوص، با شناخت آنچه قبل از غرب استعماری در قرون وسطی و دوران های ماقبل اسلام داشتند، بخود ببالند و مانند نیاکان خود مراودات با دیگران را باعث فلاکت نه بلکه شراکت و رفاهیت بدانند. زموږ د پرمختګ له پاره ضرور ده چې خپله بشري پانګه د هغه تمدني میراث پر بنسټ راجوړه کړو چې د لرغوني خراساني او اسلامي تمدن دواړو عناصر په کې ګډ شوي دي. افغانان چې په زردشتي، یوناني او بودایي ټولو دورو کې یې پیاوړي علمي بنسټونه درلودل، د اسلام د مقدس دین تر قبلولو وروسته ددغو ظرفیتونو په کارولو د اسلامي حاکمیت، په تېره عباسي خلافت په مهمو علمي، سیاسي او نظامي ارکانو بدل شول. دلایل اینگونه اعتماد به نفس، قرینه های تاریخی و درس های آن در بخش اول برنامه سرمایه تمدنی ما مورد بحث قرار گرفته است.

Information Technology (Part 2) | Dr. Ashraf Ghani

ټاکل شوې وه افغانستان، د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې د نوې ټکنالوژۍ برخه کې داسې یو ګام پورته کړي چې له صنعتي انقلابونو سره یې د ۳۰۰ کلن واټن په راکمولو کې مرسته کولی او د راتلونکي پرمختګ لاره رڼولی شوای . دا، د ډیجیټلي حکومتولۍ د پراخېدو لړ کې چې د برېښنایي تذکرو په وېش پیل شوې وه، د عطف نقطه وه چې په کې د وګړو ټیلیفونونه عملاً په بانکي حسابونو اوښتل او د فزیکي پیسو استعمال حد اقل ته رسېده. دیجیتل سازی برای جوامعی نظیر افغانستان، آسانترین، موثرترین و کوتاه ترین راه دستیابی به رفاه و پیشرفت است. هر چند کشور ما با تغییرات پیش آمده فرصتی را که در اواسط ۲۰۲۱ در این زمینه در حال فراهم شدن بود از دست داد، اما امید باید از دست نه رود. جوانان ما باید با توجه به این هدف دراز مدت، در ایجاد سرمایه بشری مجهز با دانش نوین، از جمله استفاده از هوش مصنوعی که به سرعت همه گیر می شود، بکوشند. لومړی صنعتي انقلاب چې د معاصر افغانستان تر جوړېدو یوه لسیزه وروسته پیل شو، له موږ په څنګ تېر شو. ورپسې له دویم او درېیم صنعتي انقلابونو نه هم چې په ۱۹ او ۲۰ پېړیو کې راغلل، محروم پاتې شوو. اوس باید څلورم صنعتي انقلاب باندې چې همدا اوس روان دی، پانگونه وکړو، ورباندې پوه شوو او د خپل خیر او د خدای رضا لپاره یې استعمال کړو. معنی دا چې وخت ضایع نه کړو؛ لومړیتوبونه باید واضح وي چې یو هوسا، ژوندی، خپلواک او متحد افغانستان ولرو. در برنامه دوم مربوط به مسایل دیجیتل سازی، به تفصیل در مورد آغاز این روند، پیشرفت ها و موانع فراه راه آن در کشور ما، پرداخته شده است.

Information Technology (Part 1) | Dr. Ashraf Ghani

تکنالوژی معلوماتی «بخش اول» یوویشتمې پېړۍ صنعتي معجزو بشر د پرمختیا او هوسایۍ له نویو افقونو او هم مهاله، داسې ننگونو سره مخامخ کړی چې تصور یې نه شوای کېدی. د مصنوعي ځیرکتیا په راوتلو دا پېړۍ د څلورم صنعتي انقلاب د لا پراخېدو او ښایي د نورو د پیلېدو شاهده شي. د بُخار ماشین له ایجاد راهیسې په څه باندې ۳۰۰ کلو کې څلورو صنعتي انقلابو بشري ټولنه دومره واړوله چې په عادي حالاتو کې یې په زرگونو کلونو کې امکان نه درلود. اوس د ملتونو اصلي ننگونه داده چې څنگه له دغو بدلونو سره ځانونه سم کړي. در این پودکاست شماره شانزدهم، تمرکز اصلی بر این است که کشور و مردم ما چگونه خود را مطابق به دانش قرن ۲۱ و با توجه به تغییراتی که در عرصه تکنالوژی جدید در دهه های بعدی رخ خواهند داد، آماده سازند و طرح زندگی خود را برای آینده با توجه به مقتضیات این پیشرفت های حیرت انگیز، بریزند.

Natural Resources - Minerals (Part 2) | Dr. Ashraf Ghani

طبیعي زېرمې او کانونه «دویمه برخه» موږ د یوې هوسا ټولنې د جوړېدو ټول امکانات لرو، اما ددغو امکاناتو سم کارول، عقل او تدبیر غواړي. که لاسونه سره یو کړو او زړنه سره یو کړو، وینه ودروو او په ملي یووالي گام پورته کړو، عمومي هوسایۍ ته رسېدل آسانېږي او چټکېږي. موږ د خپلو طبیعي زېرمو له پاره یوه سمه سنجول شوې لارنقشه چمتو کړې او سره له دې چې د وسله والو ورانکاریو او د جنگسالارنو خپلسریو بشپړتابه ته پرېښنوده، خو د مشروعیت، قانونیت او امنیت په تامین سره ژر او بې ځنډه پلي کېدلی او عملي گټه ترې راوتلی شي. در این پودکاست شماره پانزدهم که بخش دوم منابع طبیعی و معادن است، به ان عده نیازمندیها، مهارت‌ها و اولویت‌ها پرداخته شده است که بر اساس ان می توانیم منابع طبیعی ما را نه به وسیله نفاق، بلکه به یک نعمت الهی تبدیل کنیم.

Natural Resources - Minerals (Part 1) | Dr. Ashraf Ghani

طبیعي زېرمې او کانونه «لومړۍ برخه» موجود معلومات ښیي چې موږ کافي گاز، لږ تر لږه د کورني مصرف په اندازه تېل او په لسگونو نور داسې کانونه لرو چې د ځینو ډولونو لکه لیتیم په صدور کې په نړیواله کچه پیاوړی ځای موندلی شوو. شته ارقامو ته په کتو، په ډاډ ویلی شوو چې زموږ طبیعي شتمنۍ زموږ د هیواد او ولس د راتلونکي هوسا او سوکاله ژوند اساس برابرولای شي. زموږ طبیعي شتمنۍ په داسې ډول وېشل شوي چې زموږ ملي یووالي پياوړی کوي او د نورو هیوادونو په څېر پر شتمنیو د رامنځته کېدونکو شخړو، امکان کموي. پودکاست شماره چهاردهم به معلومات عمومی در مورد ذخایر طبیعی و معادن افغانستان اختصاص یافته است که با استخراج و استعمال درست ان میهن عزیز می تواند به سوی رفاه و آرامی گامزن شود.

Forests (Part 2) | Dr. Ashraf Ghani

جنگلات «بخش دوم» آسانترین و ارزانترین راه سبز نگهداشتن درختهای تازه غرس شده در اقلیم های خشک، استفاده از سیلاب هاست که آب آن با مدیریت سیل بُرها، نخست ذخیره و بعد به ساحات جدید جنگلزار انتقال داده شود. این تجربه در نقاط مختلف جهان با موفقیت عملی شده است. همچنان مشارکت و همکاری مردم محل و نیز غرس درختهای قابل نمو در محیط با استفاده از ترکیب دانش تخنیکی و مردمی یکی از راه‌های دیگر احیای جنگلاست است. دیارلسم پودکاست چې د ځنگلونو د موضوع دویمه برخه ده، دې ته ځانگړی شوی چې د ځنگلونو د بیارغونې په برخه کې کومې نړیوالې تجربې او امکانات را خپلېدلای شي.

Forests (Part 1) | Dr. Ashraf Ghani

جنگلات «بخش اول» زموږ د هېواد یوه ارزښتناکه شتمني ځنگلونه دي چې هم مو فزیکي ښکلا او هم د وگړو او ژویو روغتیا ورسره مخامخ تړلې ده. له بده مرغه دا شتمني په لسیزو کې پرله پسې گواښل شوې او ویجاړه شوې چې څلورمه برخه یې یوازې د شلمې پېړۍ په وروستیو دوه ویشتو کلو کې له منځه ولاړه. د یوې نسبتاً دقیقې څېړنې له مخې، اوس په هېواد کې لږ څه د پاسه شپږ نیم زره مربع کیلومتره ځنگلي ساحه پاتې ده چې هغه هم د قاچاق او طبیعي آفتونو له گواښ سره مخامخ ده. در این پودکاست دوازدهم روی وضعیت عمومی، انواع درختها و ارقام جنگلات افغانستان صحبت شده است.

Water (Part 2) | Dr. Ashraf Ghani

اوبه «دویمه برخه» بر اساس کلیه نشانه های موجود، منابع آب در سطح منطقه و جهان با یک بحران نگران کننده دچار بوده و اگر پیش بینی های موجود محقق شوند، ده سال آینده دشوارترین از نگاه دسترسی به آب خواهد بود که بدون همکاری های صادقانه منطقوی و جهانی می تواند به عوامل جدی بی ثباتی مبدل شود. په دې یوولسم پودکاست کې چې د اوبو د موضوع دوام دی، پر دې غږېدلي یوو چې افغانستان څنگه خپلې د اوبو سرچینې، د نورو طبیعي شتمنیو په څېر سیمه کې په یوه فرصت بدلولی او د خپل ثبات او سوکالۍ لپاره ترې کار اخیستلی شي.
4 di 5