د ژوند لاره - راه زندگی

د ژوند لاره - راه زندگی

por Dr. Mohammad Ashraf Ghani
Temporada 1

Mosques - Renovations and Constructions | Dr. Ashraf Ghani

یکی از خواستهای مردم ما که در صحبتهای مستقیم و یا بالواسطه با من مطرح می کردند، اعمار مساجد در ولایات و ولسوالی های کشور بود که با احداث نزدیک به یک هزار مسجد در گوشه و کنار افغانستان به آن لبیک گفته شد. در ایجاد این مراکز مقدس، تنوع مذهبی، فرهنگی، جغرافیایی و مساله جنسیتی در نظر گرفته شده بود که در مورد همه این جوانب، در این برنامه صحبت می کنیم. د نویو ودانیو ترڅنګ موږ د خپلو لرغونو جوماتونو حفظ او مراقبت هم په همدغومره جدیت جاری وساته چې په ترڅ کې یې د شاه دوشمشېره، پُل خشتي او عیدگاه جوماتونه په اساسي ډول ترمیم او د ړنګېدو له خطر نه وژغورل شول او د هرات جامع جومات ته چې د تیموري دورې د معمارۍ یو شاهکار دی، د ترمیم یوه پنځه کلنه طرحه تصویب او پیل شوه. طرح من این بود که مخارج روزمره و دوامدار این مساجد و ملا امامان آنها، در کنار دولت از طریق اعانه های مردمی و مهمتر از همه احیای مجدد سیستم اوقاف که برای قرنها منبع تامین مادی مراکز مذهبی بود، انجام پذیرد. زما یوه لویه هیله په بالاحصار کې د هغه تاریخي جومات بیا ودانول و چې انګرېزانو له افغانانو سره په دویمه جګړه کې د غچ په ډول شهید کړی و. ددغه مسجد سم ځای مو هغه مهال له هڅو سره سره ونه شوای موندلی، خو له نېکه مرغه ددې خپرونې له ثبت وروسته، د برتانیا کتابتون د ۱۸۳۰مو کلونو په نقاشیو کې یې دقیق ځای وموندل شو. دغه انځور ددې خپرونې له متن سره خپرېږي. هیله من یم چې دغه مقدس ځای چې یو ستر شاهي جومات او د دُراني تېمورشاه له زمانې د کابل ښار سمبول و، زموږ د ولس له خوا د معاصر افغانستان د ۳۰۰ کلیزې په ویاړ پر هماغه ځای بیا ودان او وځلېږي. ددې مرکې بشپړ متن له نورو اړوندو اسنادو سره له لاندې لینکونو څخه تر لاسه کولی شئ: https://mohammadashrafghani.com/ps/30th-podcast/ https://mohammadashrafghani.com/dari/30th-podcast/ https://mohammadashrafghani.com/30th-podcast/

Historical Overview of Kabul City (Part 2) | Dr. Ashraf Ghani

د خپل ګران پایتخت په اړه زما پرله پسې هڅه دا وه چې تاریخ یې هېر نه شي، هره برخه چې خاطرات یې د ساتلو دي وساتل شي، نیمګړې پاتې طرحې یې تکمیل شي او داسې ونه شي چې موږ هر یو له سره شروع وکړو او دا هېره کړو چې پلازمېنه مو زرګونه کلونه ریښه لري. طی دهه ها، سه چهارم شهر کابل به صورت پلان ناشده توسعه یافته و کوه ها و سطوح هموار آن عمدتاً خودسرانه تصاحب و مسکون شده است. برای مطابقت پایتخت با مقتضیات عصر حاضر نیاز است تا کوه ها و تپه ها و بخش هایی از سطوح هموار آن طی یک برنامه منظم تخلیه و برای اسکان و رفاه شهریان سر از نو تنظیم گردد. زموږ یوه طرحه دا وه چې آسمایي او شېر دروازه غرونه په لومړي ګام کې یو مخ زرغون شي چې ښار ساه واخلي او ښاریان او نور وګړي په کې د ونو منځ کې په پښو د ګرځېدو امکان ولري. ورسره جوخت کابل سیند ته ترتیبات نیول شوي وو چې کال دولس میاشتې له اوبو ډک وبهېږي. تهداب فکری و عملی و نقشه‌های تطبیقی برای همه این عرصه ها فراهم شده و من امیدوار استم که نسل های فعلی و آینده افغانستان روزی قادر شوند دیدگاهی را که من در مورد آینده شهر کابل عرضه کرده بودم و در این گفتگو به اختصار مجدداً تشریح شده است، در یک فضای مشروعیت عام جامه عمل بپوشانند و پایتختی را ایجاد کنند که در عین بازتاب میراث تاریخی آن، با پایتخت های مهم دور و نزدیک همسری کند. ددې مرکې بشپړ متن له لاندې لینکونو څخه تر لاسه کولی شئ: https://mohammadashrafghani.com/ps/29th-podcast/ https://mohammadashrafghani.com/dari/29th-podcast/ https://mohammadashrafghani.com/29th-podcast/

Historical Overview of Kabul City (Part 1) | Dr. Ashraf Ghani

موضوع بحث ما امروز فراز و نشیب های کابل در طول تاریخ و درس هایی است که مخصوصاً جوانان کشور باید از آن بیاموزند. کابل تاریخی، به استناد تحقیقات استاد کهزاد از خوردکابل توسعه یافته و برای سده های طولانی در اطراف کوه شېردروازه و بالاحصار تمرکز داشته که همواره یکی از شهرهای عمده منطقه به شمار می رفته است. کابل د امیر عبدالرحمان خان تر مهاله یو ګڼ ملتي ښار و چې د لویو قومونو ترڅنګ په کې زرګونو ارمنیانو، یهودانو، کوردانو، هندوانو، سکهانو او نورو اقلیتونو ژوند کاوه. لږ تر لږه اووه لوی چمنونه او ګڼې لمدې سیمې (جبه زارونه) یې درلودل چې د ښار د هوا په پاکۍ او د سېلابونو کنترول کې یې مهمه ونډه درلوده. اما دغه طبیعي نعمتونه د ناسمو ښاري پلانونو او غصبونو په نتیجه کې له منځه ولاړل او دا ښار یې له نا اټکلېدونکو عواقبو سره مخامخ کړ. پایتخت ما همچنان بار ها از قهر طبیعت (زلزله ها، وباها و قحطی ها) و قهر انسان (حملات خارجی و جنگ های داخلی) رنج برده و دار و نه دار آن پایمال شده و دوباره از خاکستر قد راست کرده است. د تاریخ په پاڼو کې د حقایقو لټول زموږ د تاریخي حافظې د ژوندي ساتلو له پاره مهم دي چې ولس وپوهېږي، په تېره بیا د وروستۍ نیمې پېړۍ په پېښو چې د کابل منځ کې چا گولۍ وچلولې؟ او څوک وو چې عوامل د دې بربادۍ شول؟ دا حقایق باید د خلکو په ذهن کې ځای شي. په دې خپرونه کې یاد شوي کتابونه او د مرکې بشپړ متن له لاندې لینکونو څخه تر لاسه کولی شئ: https://mohammadashrafghani.com/ps/28th-podcast/ https://mohammadashrafghani.com/dari/28th-podcast/ https://mohammadashrafghani.com/28th-podcast/

Our Cities (Developmental Projects) | Dr. Ashraf Ghani

موږ په نمونه یي ډول د کابل په ګډون د افغانستان شپږو ښارو له پاره داسې طرحې جوړې کړې وې چې د شلمې او نولسمې پېړیو مثبتو تجربو پام کې نیولو سره، هغوی د ۲۱ پېړۍ ژوندانه ته چمتو کړي. دغه طرحې چې لا هم هماغسې د پلي کېدا وړ دي، په نړیواله پانګه تموېل او پخپله د افغان کارپوهانو او ولس په ګډون پلې کېدې. قرار بود با تطبیق این برنامه ها مزارشریف بعنوان خواستگاه مولانا، هرات به حیث شهر عبدالله انصاری و اثر شکوهمند تمدن تیموری، قندهار در مقام نخستین پایتخت افغانستان معاصر، خوست بعنوان پیوند دهنده عملی مردمان دو سوی خط دیورند، جلال آباد به حیث دومین پایتخت زمستانی زمامداران افغان بعد از باختن پشاور، و کابل به عنوان قلب تپنده کشور، برجستگی و جاذبه تاریخی خود را دوباره به دست آورند. په دې طرحو کې تاپي پروژې ته د «دویم هلمند سیند» په حیثیت کتل کېدل چې له تورې غونډۍ تر سپین بولدکه دا ټوله ساحه په یوه اساسي انکشافي کوریدور واړوی؛ هرات د افغانستان لومړنی ښار کېده چې د اوسپنۍ پټلۍ درې مسیرونه په کې – ترکمنستان ته، ایران ته او ازبکستان ته وصل شي او داسې نور. تاکید بر این بود که خود افغانها با راه اندازی سفر ها به این شهر ها همدیگر را خوب بشناسند و ازین طریق شیرازه وحدت ملی را محکمتر سازند. در عین حال جلب جهانگردان خارجی نیز در مرکز توجه بود که بر اساس تخمین های مقدماتی، حد اقل سالانه یک میلیون شهروند چین میتوانست از شهرهای مختلف ما دیدن کنند. این امر در کنار سرازیر کردن ارز خارجی به کشور، در تغییر چهره کشور در سطح منطقه و جهان میتوانست موثر باشد. دا کارونه اوس هم عملي کېدلی او نړۍ ته د افغانستان دروازې پرانستل کېدلی شي، خو دا هرڅه د امنیت او ثبات له ټینګښت او د کورني او نړیوال مشروعیت له تامین سره مخامخ او نه شلېدونکی تړاو لري او بې له هغو نه شي کېدای. ددې مرکې بشپړ متن له لاندې لینک څخه تر لاسه کولی شئ: https://mohammadashrafghani.com/ps/27th-podcast/

Our Cities (An Overview) | Dr. Ashraf Ghani

زموږ لوی ښارونه له یوه ژور بحران نه تېرېږي چې ګڼ عوامل او اوږده سابقه لري. ناسنجېدلې پراخېدا او د پایښت او مقاومت له پامه غورځول یې په دغو عواملو کې تر ټولو لوی وو چې موږ یې د سمونې او رغونې له پاره د ښاري ستراتېژیک چوکاټ په نامه یوه پخه طرحه جوړه او پلې کېدو ته وړاندې کړې وه. هدف این بود که شهرهای ما پاسخگوی نیاز های قرن ۲۱ باشد، نه قرن ۱۹ و نه قرن ۲۰. به این معنی که شهرهایی با جوامع مقاوم، دارای قدرت مقابله با چالش های مدرن، دارای مدیریت مسوول و با صلاحیت، و مبتنی بر میراثهای فرهنگی افغانی ایجاد شوند. د «ښار ګوټو» بې کنټرولې پراخېدا زموږ ملي ټولنیز اوډون کمزوری کړ او ښاري وګړي یې د پیوستون پرځای، په قومي جزیرو او سیمو وویشل. د ځمکو مافیا د ښاري طرحو او کنټرول په کمزورتیا کې، د شخصي ګټو له پاره، ښارونه په کاریکاتورونو واړول. اگر تداوم ما – تداوم حکومتداری از دوران داود خان دوام میکرد و سرمایه بشری افغانستان – که در این بخش قابل ملاحظه بود، دوام میکرد؛ شکل شهری ما نوع دیگر میبود. بیست سال تجاوز اتحاد شوروی و بعد از آن جنگها بین جنگ‌سالارهای ما، و به تعقیب آن وضعیت امنیتی وخیم که بعد از سال ۲۰۰۶ ایجاد شد، شرایط را دشوار ساخت. نن په دې پودکاست کې دافغانستان د ښارونو په عمومي ستونزو او ننګونو بحث شوی دی. ددې مرکې بشپړ متن له لاندې لینکونو څخه تر لاسه کولی شئ: https://mohammadashrafghani.com/ps/26th-podcast/ https://mohammadashrafghani.com/dari/26th-podcast/ https://mohammadashrafghani.com/26th-podcast/

Our Urban Civilization (Part 2) | Dr. Ashraf Ghani

بحث تاریخ تمدن شهری ما امروز با جستجو در گستره تمدن بودایی افغانستان ادامه می یابد که هم جاگزین و هم ادامه دهنده تمدن بالنده یونان و باختری شمرده می شود. زموږ بودایي تمدن، په تېره اصلي منابعو ته د رجعت او د استاد-شاګردي مناسباتو له پلوه ددغه تمدن نورو سیمو ته دومره مرکزي حیثیت موندلی و چې د جاپان د امپراتورانو په څېر یې ځینې اوسني لارویان لا هماغسې په درناوي یادوي. با گسترش دین مبین اسلام، دوران بودایي جای خود را به چنان یک تمدن پربار دیگری خالی کرد که در مراحلی، رنسانس اروپا در برابر آن رنگ می باخت. دا هغه دوره ده چې د ابن سینا او ابو ریحان غوندې شخصیتونه په کې مکالمې لري، فلسفې بحثونه کوي؛ علوم دومره غوړېږي چې اوس یې باورول ګران برېښي او د پوهې داسې څانګه نه موندل کېږي چې پام پرې ټول نه وي. ښاري تمدن هم ددې شتمن پړاو له اغېزو په څنګ پاتې نه شو چې ځينې بېلګې یې تر ننه د اسلامي هېوادو په جوړښتونو کې ځان څرګندوي. در دوران جدیدتر اما، نقش دو زمامدار کشور – امیر شیرعلی خان و شاه امان الله را در رابطه با تمدن شهری باید بطور جداگانه برجسته ساخت که یکی با اساسگذاری شهر جدید شیر پور و دیگری با ترویج و تعمیل نقشه های جدید شهرسازی، فصل های جداگانه، اما متاسفانه نا تمام را به نامهای خود رقم زدند. ددې بحث بشپړ متن له لاندې لینکونو څخه تر لاسه کولی شئ: https://mohammadashrafghani.com/ps/25th-podcast/ https://mohammadashrafghani.com/dari/25th-podcast/ https://mohammadashrafghani.com/25th-podcast/

Our Urban Civilization (Part 1) | Dr. Ashraf Ghani

ددې اوونۍ بحث په افغانستان کې د ښاري تمدن تاریخ دی چې د سمو کیندنو له نشتوالي سره سره یې پیل په شتو اسنادو تر میلاد د مخه ۳ زرو یا ۴ زرو کلو کې اټکلولی شو. ایجاد شهرها در جغرافیای ما با موجودیت آب، زمین زراعتی و نیز راههای تجارتی رابطه مستقیم داشت که مهمترین آنها، در هیمنجا با هم وصل می شد. با توجه به همین حقیقت بود که من اصطلاح «چهار راه آسیا» را برای تاکید بر نقش ما در تجارت منطقه یی دوباره رایج ساختم. زموږ د ښاري ژوندانه د سطحې د پېژندنې له پاره به دا بس وي چې د آی خانم او هډې راپاته لرغوني پاتې شوني یاد کړو چې د طبیعي علومو، ریاضیاتو او فلسفې په تدریس شاهدي وایي. ددې مرکې بشپړ متن له لاندې لېنکو تر لاسه کولی شئ: https://mohammadashrafghani.com/ps/24th-podcast/ https://mohammadashrafghani.com/dari/24th-podcast/ https://mohammadashrafghani.com/24th-podcast/

Our Trade (Part 2) | Dr. Ashraf Ghani

زموږ ګران هېواد، په شمال او لوېدیځ کې د ګاونډیانو په لور د ځمکنیو لارو او هند، چین او خلیج ته د هوایي کورېدورو پرانستنې، ددې جوګه کړ چې خپله بهرنۍ سوداګري د یوه بل ګاونډي له انحصاره چې د بندرونو په تړلو یې بیا بیا افغانستان ته درانده مالي زیانونه اړول، وژغوري. همزمان با این، با همسایه های شمالي در گفتگو بودیم که در ازای تولید گندم مایحتاج افغانستان، امکان فروش سبزیجات و میوه جات ما را در بازار های آسیای میانه و روسیه فراهم کنند. د سوداګرۍ له لارې د افغانستان د اقتصادي ښېرازۍ دا طرحه چې نور ډېر اړخونه یې درلودل، پر دې اصل بنا وه چې په خپل زیار هر ګټل شوی ډالر د خیرات له ۸۰ ډالرو سره سمېږي او ځکه ثبات ته زموږ لاره ډېره لنډولی شي. در پودکاست امروزی چگونگی سیاست های جدید بازرگانی ما و چالش هایی که برخی از سیاسیون و کارمندان کوته نگر و تعدادی از تاجران سود جو در برابر آن ایجاد کردند، به بحث گرفته شده است. ددې مرکې بشپړ متن له لاندې لېنکو تر لاسه کولی شئ. http://mohammadashrafghani.com/ps/23th-podcast/ http://mohammadashrafghani.com/dari/23th-podcast/ http://mohammadashrafghani.com/23th-podcast/ این برنامه ها اکنون بعلاوه رسانه های اجتماعی از طریق این پلاتفورم ها نیز قابل دریافت است: Apple Podcasts، Spotify، Amazon Music ، Samsung Podcasts، Podcast Index، Listen Notes، RSS.com Community

Our Trade (Part 1) | Dr. Ashraf Ghani

د افغانانو د اقتصادي ښېرازۍ له پاره زما په ګڼو طرحو کې یوه دا وه چې د ترانزیت او سوداګرۍ پر مټ هېواد ته پانګه راماته کړم چې دا پانګه بیا د نورې پانګې د تولید او تمرکز له لارې د هېواد ودې ته لار جوړه کړي. نخستین نشانه های سالم بودن این طرح در سال ۲۰۱۹ بروز کرد که میزان صادرات ما برای نخستین بار در تاریخ کشور از مرز یک میلیارد دالر گذشت. الگوی من در این زمینه، عبدالمجید زابلی بود که اساسگذار سیاستهای اقتصادی افغانستان در نیمه نخست قرن ۲۰ به شمار میرود. د ښاغلي زابلي طرحې هغه مهال په افغانستان کې معرفي چې ډېرئ اوسنیو پرمختللو هېوادو لکه جاپان، جنوبي کوریا، تایوان، چین او هند وروسته د هماغو په تعقیب د ودې سمه لار ومونده. که زموږ ددغه وطني ماهر طرحو دوام کړی وای، اوس به افغانستان هم په اقتصادي او تجارتي ډګر کې له یادو شویو هېوادونو سره غاړه وړای. مدل اقتصادی آقای زابلی که متاسفانه بعلت های سیاسی ادامه نه یافت، به تفصیل در این برنامه مورد بحث قرار گرفته و تاکید شده است که همانطوریکه امان الله خان «فصل ناتمام سیاسی» ماست، مجید زابلی «فصل ناتمام اقتصادی» ما به شمار می رود. ددې مرکې بشپړ متن او نور اړوند مطالب له لاندې لېنکو څخه تر لاسه کولی شئ: https://mohammadashrafghani.com/ps/22th-podcast/ https://mohammadashrafghani.com/dari/22th-podcast/ https://mohammadashrafghani.com/22th-podcast/

Human Capital (Part 2 | Dr. Ashraf Ghani

ددې له پاره چې موږ وړ بشري ظرفیتونه ومومو، د افغانستان تعلیمي نظام باید د مسلکي توب خواته ولاړ شي چې فارغ یې په آزاد بازار کې د کار موندنې وړتیا ولري. نظري پوهه که هرڅومره مهمه وي، له مسلکي او تطبیقي اړخ پرته بشري پانګه نه شي بشپړولای. همانگونه که ارزشها و نظریات به خودی خود به دانش تخنیکی مبدل شده نمیتواند، دانش تخنیکی نیز خود ارزش نیست و باید تلفیقی از دانش تخنیکی و ارزشهای ملی و اسلامی ایجاد کنیم تا سرمایه بشری موافق با شرایط به دست آید. برای این منظور نیاز جدی به اصلاح سیستم تدریسی در مکاتب و موسسات تحصیلات عالی است تا نیروی ذهنی متعلم و محصل در زیر بار تعدد مضامین و کثرت سالهای تعلیمی کوبیده نه شود. کلونه وړاندې په پوهنتون کې د یوه صفری کال د زیاتولو له وړاندیز نه زما موخه دا وه، چې زموږ بشري سرمایه له پیله په ګډو ملي او اسلامي ارزښتونو و روزل شي او د دیني او معاصرو علومو ترمنځ واټن له منځه ولاړ شي. د افغانستان د بشري پانګې ځینې دا ځانګړي اړخونه، اړتیاوې او لرلیدونه، په دې پودکاست کې څېړل شوي دي. متن کامل این گفتگو را از لینکهای ذیل دریافت کنید: https://mohammadashrafghani.com/ps/21th-podcast/?epc_purge_all=1&wpo_all_pages_cache_purged=1 https://mohammadashrafghani.com/dari/21th-podcast/?epc_purge_all=1&wpo_all_pages_cache_purged=1 https://mohammadashrafghani.com/21th-podcast/?epc_purge_all=1&wpo_all_pages_cache_purged=1
3 de 5